Uncategorized @ps امنیت متحده ایالتونه

ریچارډ بنټ: د امریکا پر ملي ګارډ د بریدګر جرم باید د ټولو افغانانو د مجازات کولو وړ نه شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، د يوه افغان وګړي له لوري د امريکا پر ملي ګارډ د بريد په تړاو غبرګون ښودلی او ويلي دي چې د يو شخص عمل بايد پر ټول افغان ولس لپاره مجازات ونه ګڼل شي.

ښاغلي بنټ د «افغان ایوک» د مشر شان و‌‌ن‌ډایور د څرګندونو ملاتړ کړی او لیکلي یې دي:

«زه له شان و‌‌ن‌ډایور سره موافق یم؛ مجرم باید ځواب‌ور کوونکی وي، خو د یوه فرد عمل باید د ټول افغان وګړو لپاره د مجازاتو وړ نشي.»

نوموړي ټینګار کړی چې دا کار «ډېر ظالمانه او بشپړ بې‌معنی» دی او باید د حالاتو د ارامښت لپاره له زغم څخه کار واخېستل شي.

تر دې مخکې، شان و‌‌ن‌ډایور، چې په امریکا کې د افغان پناه‌ غوښتونکو د ملاتړ بنسټ مشر دی، ويلي و چې برید کوونکی یوازې خپله د خپل جرم مسئول دی او دا پېښه باید ټولې افغان ټولنې سره ونه تړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا خبرې وروسته له هغې پېښې کړي، چې د رحمان‌الله لکڼوال، په نوم یو ۲۹ کلن، افغان د چهارشنبې په ورځ د امریکا ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې

ولسمشر ډونالد ټرمپ تر پېښې وروسته وویل:

«دا حیوان به سخته سزا وویني او، موږ باید د ټولو هغو افغانانو بیاکتنه وکړو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې امریکا ته راغلي، او د هغو کسانو پر وړاندې ټول اړین ګامونه پورته کړو چې دلته د ژوند وړ نه دي.»

د متحده ایالاتو د کډوالۍ فدرالي اداره وايي د دې اقدام موخه د امریکا امنیت خوندي کول دي، خو ځینې څارونکي وايي چې د افغان کډوالو پر ژوند او راتلونکې به یې سخت اغېزې ولري.

ټرمپ په خپلو خبرو کې افغانستان «د ځمکې جهنم» بللی او ویلي یې دي چې دا افغان د ۲۰۲۱ په سپتمبرکې د بایډن ادارې له خوا د «بدنامې» تخلیې الوتنو له لارې امریکا ته لېږدول شوی و.