ملګرو ملتونو په یوه تازه سروې کې خبرداری ورکړی چې د مرستو د پراخ کمښت له امله په تېر کال کې افغانستان ته ستنیو شویو ۶۰٪ کورنیو هیڅ نړیواله مرسته نه ده تر لاسه کړې او ۷۶٪ کور مېشتي هم ورته وضعیت لري.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې بشري مرستې را راوانې دي خو د اړتیاوو تر کچې ډیرې کمې دي.
کارپوهان وايي، دا شمېرې د بشري وضعیت د خرابېدو روښانه نښه ده. د سخت ژمي، بېکارۍ او لوږې په څېر ننګونو له ډېری کورنیو د ژوند تیرولو توان اخیستی او که دا حالت دوام وکړي، لوی بشري ناورین به رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ټینګار کوي چې په دې هیواد کې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ لوړېږي او مرستندویه بنسټونه ورته د رسېدو توان نه لري. د دې سازمان په وینا، که نړیواله ټولنه بېړه ونه کړي، د میلیونونو افغانانو حالت به لا نازک شي.
یاد سازمان تر دې مخکې په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې، افغانستان ته د نږدې دوه نیم میلیونو افغان کډوالو بېرته راستنېدلو روان کړکېچ لا ژور کړی دی او د بېرته ستنو شویو کډوالو دا پرلهپسې جوپې میلیونونه نور خلک هم بېوزلۍ ته ټېل وهي او د خلکو پر اقتصادي حالت منفي اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په وروستیو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه په میلیونو افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي. د پاکستان د نوو محدودیتی تګلارو له امله نږدې نیم میلیون افغانان په بېړنۍ توګه له هېواده ایستل شوي، او دا لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.
د کډوالۍ د نړیوالو ادارو معلومات ښيي چې ډېری ستنېدونکي له اسنادو، سرپناه او لومړنیو خدمتونو څخه بېبرخې دي.
له ایران څخه هم لسګونه زره افغانان د اقتصادي ستونزو او د اسنادو د نشتوالي له کبله په جبري ډول هېواد ته استول شوي، چې ډېری کورنۍ د ژوند بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې بشري اړتیاوې یې له هرې ممکنې اندازې لوړې دي.
