د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو هغه شمېر چې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
یوناما په دې اعلامیه کې د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې» (۲۵ نومبر) په مناسبت ویلي چې په هېواد کې شاوخوا ۱۴.۲ میلیونه ښځې د ملاتړ او مرستې اړتیا لري.
اعلامیه زیاتوي چې د ښځو په مشرۍ ځینې بنسټونه په دې کال کې پنځمه برخه خپله بودجه له لاسه ورکړې ده، چې له امله یې د دوی د پروژو کچه کمه شوې ده.
سازمان ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د ۴۸ ساعته انټرنیټ او مخابراتو د قطع پیښه د ښځو لپاره د ډیجیټلي لاسرسي ارزښت د امنیت، کرامت او اقتصادي بقا په برخه کې لا څرګند کړی دی.
د یوناما مشرې جورجت ګانیون او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستندویه استازې په افغانستان کې ویلي: «لکه څنګه چې موږ د افغانستان د اوسنیو چارواکو (طالبانو) څخه غواړو چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ختم کړي، له نړیوالې ټولنې هم غواړو چې د اړتیا وړ هر ډول ملاتړ وساتي.»
یوناما په اعلامیه کې ویلي، سره له دې چې ښځې د خورا سختو محدودیتونو سره مخ دي، بیا هم د خپلو کورونو، ټولنو او مدني ژوند په برخو کې د زړورتیا، انعطاف او مشرتابه په څرګندولو کې بریالۍ پاتې شوې دي.
نن سهشنبه، د لېندۍ ۴مه، د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ» نمانځل کېږي. دا ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې ښځې په افغانستان کې د خپلو لومړنیو حقونو څخه محرومې دي او حتی له شپږم ټولګي پورته زده کړو او پوهنتونونو ته د لاسرسي حق نه لري.
دا نړیواله ورځ د هغو درې ښځینه سیاسي فعالانو، د میرابال خویندو، د بېرحمانه وژل کېدو په ویاړ ټاکل شوې چې په دومینیکن جمهوریت کې وژل شوې وې.
