افغانستان امنیت

طالبان: د دوه ښځو په ګډون ۸ تنه د غلا په تور نیول شوي

عکس از مقر وزارت داخله زیر اداره طالبان در کابل. آرشیف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دوی ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د دوو ښځو په ګډون اته تنه د غلا او درې تنه نور د لرغونو آثارو د ناقانونه کیندلو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې امنیتي ځواکونو لخوا یې دوه تنه په جوزجان، دو تنه له دوه موټرسایکلونو سره په دایکندي او ۲ تنه د بادغیس ولایت په مرکز کې د غلا په تور نیول شوي دي.

وزرات زیاته کړې چې د دوی امنیتي ځواکونو پله بلخ ولایت کې دوه ښځې  د سرو زرو د غلا په تور نیولي دي.

یاد وزارت دغه راز وايي چې  درې کسان د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په یوه سیمه کې د لرغونو اثارو د ناقانونه کیندلو په تور نیول شوي دي. او وايي چې د تاریخي ځایونو د غلا او قاچاق پر ضد به یې مبارزه دوام ولري.

د کورنیو چارو وزارت دغه راز زیاتوي چې پولیس ځواکونو، په پروان ولایت کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي لکه د وسایطو ضد ماین، ۷ کیلو ګرامه چاودېدونکي باروت، یو بکس د زیکویک مرمۍ او نور نظامي توکي کشف او ترضبط کړي دي.

په افغانستان کې په وروستیو کې د  سیاسي او اقتصادي ګډوډیو، بېکارۍ او امنیتي تشو د جرمي پېښو کچه لوړه کړې ده.

د غلاوو، قاچاق او په ځانګړي ډول د لرغونو آثارو د ناقانونه کیندلو او خرڅلاو موارد ډېر شوي، او د تاریخي سیمو د خونديتوب ستونزې لا پسې زیاتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي دا چې په لرې پرتو سیمو کې لرغوني ځایونه د قاچاقګرو اسانه هدف ګرځېدلي.