سویلي آسیا

زلمی خلیلزاد: پاکستان کې فساد پراخ او دوامدار دی

د افغانستاان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټ کې  د پیسو نړیوال صندوق  راپور ته په اشارې سره  ویلي چې په پاکستان کې فساد پراخ او دوامدار دی.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې هېواد کې  فساد دومره ژور او دوامدار دی چې د عامو خلکو لپاره د حیرانتیا وړ نه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان کې د فساد مخنیوی او ادارې اقدامات ځکه ستونزمن دي، چې ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي پکې ښکیل دي او ګټه یې ورته رسیږي.

زلمی خلیلزاد خبرداری ورکوي چې د فساد دوام به د خلکو د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ پر وړاندې ستر خنډ وي او ولس به له ستونزو سره لاس او ګریوان پاتې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې نړیوالو سازمانونو په وار-وار د پاکستان د اقتصادي، اداري او سیاسي شفافیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

پاکستان په وروستیو کلونو کې له پراخو اقتصادي، سیاسي او اداري ستونزو سره مخ دی. د نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او نورو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، دغه هېواد د لوړ بهرني پور، کمزوري مالي زېرمې، د روپۍ ارزښت د پرلپسې کمېدو او لوړې بې‌روزګارۍ له امله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی.

له اقتصادي بحران سره هممهاله، پاکستان د سیاسي بې‌ثباتۍ، د ګوندونو ترمنځ سیالۍ، د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ د واک شخړې، او د قانون د حاکمیت کمزورۍ تجربه کوي. اداري فساد، د امنیتي ګواښونو موجودیت او د ترهګرۍ د ځینو ډلو فعالیتونه د پاکستان پر داخلي وضعیت ډېر اغېز لري. دغه شرایط د خلکو پر ورځني ژوند، پانګونې، کاروبار او د دولت پر مالي توان منفي اغېز کوي او د هېواد د اوږدمهاله ثبات لپاره جدي ننګونې رامنځته کوي.