نړۍ

په لوېديځ اوکراین کې د روسیې برید ۲۶ تنه وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

انځور- ارشیف څخه

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر وايي، د روسیې د ډرون او توغندیو په یو سخت شپني برید کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. برید د لوېديځ اوکراین په ټېرنوپېل ښار کې پر استوګنیزو ودانیو او د انرژۍ پر تأسیساتو شوی دی، چې یو شمېر کسان لا هم نادرکه دي.

نږدې ۱۰۰ کسان ټپیان شوي او د ورکو کسانو په ډله کې درې ماشومان هم شامل دي. د برید له امله د یوې استوګنیزې ودانۍ لوړې پوړونه بشپړ ویجاړ شوي او ژغورونکي لا هم د کنډوالو پلټنه کوي.

د پېښې شاهدان وايي، اور په چټکۍ خپور شو او خلکو په وېره کې هڅه کوله له کړکیو ځانونه وغورځوي.

له برید وروسته پولنډ د ریزشوف او لوبلین هوایي ډګرونه لنډمهاله تړلي او د هوايي فضا د خوندي کولو لپاره یې الوتکې پورته کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، دا ډول بریدونه ښيي چې پر روسیې فشار کافي نه دي، او له متحدینو یې غوښتي چې کییف ته د هوايي دفاع نور سیسټمونه ورکړي.

په برید کې د اوکراین په اوو ولایتونو کې د بریښنا شبکې زیانمنې شوې، او په ټول هېواد کې د برېښنا محدودیتونه لګول شوي. روسیه د ملکي خلکو په نښه کول ردوي او وايي بریدونه یې د اوکراین د “ترهګریزو” ګامونو ځواب دی، خو اوکراین ټینګار کوي چې یوازې پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.