افغانستان

کابل کې د ایران سفیر: افغانستان یو د مینې وړ او د فرهنګي سفرونو لپاره مناسب هېواد دی

د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي ویلي چې افغانستان د مینې وړ هېواد دی او د ایران او افغانستان تر منځ کلتوري همکارۍ خورا مهمې دي.

بیکدلي په کابل کې له سحر ټلویزون سره په تازه مرکه کې وویلي چې د بلخ، مزارشریف، سرپل، هرات، کندهار او کابل د لارې سفر ورته هماغه خوشحالي ورکوي لکه د ایران د ښارونو لکه اصفهان، شیراز، مشهد او تبریز لیدل چې څنګه په زړه پورې وي. هغه وویل چې ډېری ایرانیان هیله لري یوه ورځ افغانستان وویني.

 د نوموړي په وینا، یو ایرانی سوداګریز مدیر چې لومړی ځل افغانستان ته راغلی و، راته ویل: «ما ۸۶ هېوادونه لیدلي، خو تل مې غوښتل افغانستان ووینم، اوس چې راغلم، افسوس کوم چې ولې دې ځای ته ناوخته راغلم.»

سفیر د امنیت د ښه والي او د کلتوري سفرونو د پراختیا غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې ناامني او جګړه تر هر څه لومړی د فرهنګي فعالیتونو ساحه زیانمنوي. هغه هیله څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت او د دوی مشران به په ګډه هڅه وکړي چې د دغه هېواد کلتوري میراث بېرته خپل ځای ته ورسوي، ترڅو خلک له بلخ، هرات، غزني او کابل لیدنه وکړي.

بیکدلي همدارنګه وویل چې د ایران لوړ پوړي فرهنګي چارواکي، پوهنتونونه او فرهنګي شوراګانې چمتو دي چې د فرهنګي برخې په پراختیا کې مرسته وکړي، ترڅو افغانستان د خپلو تاریخي او طبیعي ظرفیتونو په رڼا کې د سیمه‌ییزې ګرځندویۍ مهم مرکز شي.