د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي چې د امنیتي ګواښونو د دوام په صورت کې له طالبانو سره مذاکرات ناشوني دي.
هغه د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا د لنډمهالي سفیر ناتالي بیکر سره د لیدنې پرمهال وویل چې د امنیتي ګواښونو صورت کې له طالبانو سره د خبرو دوام ناشونی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې هغه ځانمرګي برید ته په اشارې کړي، چې د نوامبر په یوولسمه په اسلام اباد کې د یوې سیمه ییزې محکمې په دروازه کې شوی وو.
په هغه ځانمرګي برید کې دوولس کسان ووژل شول او شپږدیرش نور ټپیان شول.
پاکستاني چارواکي وایي چې د دې ځانمرګي برید په تور یې څو شکمن کسان چې د پاکستاني طالبانو ( ټي ,ټي,پي)غړي دي نیولي دي.
ښاغلي نقوي ویلي چې بریدګرو هڅه کوله محکمې ته ننوځي, خو امنیتي تدابیرو د دوی دا هڅه شنډه کړه.
هغه زیاته کړې چې په دې عملیاتو ښکیل کسان پیژندل شوي او تر تعقیب لاندې دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وروستیو بریدونو کې ” د ملکي افغانانو او هغو کسانو په هکله چې له کرښې هغې غاړه په امن ځایونو کې دي” د ونډې په هکله وویل: “په داسې حال کې چې ترهګریز ګواښونه دوام لري پاکستان نه شي کولای خبرو ته دوام ورکړي”
پاکستاني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې دوې اوونۍ مخکې د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان مذاکرات بې پایلې پای ته ورسیدل.
په دې خبرو کې طالبانو پاکستاني لوري ته د کتبي تضمین ورکول انکار وکړ چې ګنې د افغانستان خاوره به د اورپکو لخوا د پاکستان په ضد نه کارول کیږي.
طالبانو وویل چې خبرې د پاکستاني لوري لخوا په هغه هیواد کې د دوی لخوا د پاکستاني طالبانو د کابو کولو په هکله د پاکستان ” د غیر واقعي غوښتنو ” له امله ناکامې شوې.
