لویدیځه اسیا

ایران له شپږ لسیزو وروسته تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی

د فرانسوي ورځپاڼې لوموند د یو تازه راپور له مخې، ایران دا مهال د شپږم کال پرله‌پسې له بې‌سارې وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی، او د اوبو هغه بندونه چې د تهران په ګډون څو لوی ښارونه ورڅخه تغذیه کېږي، تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، حکومت حتی د «تهران د احتمالي تخلیې» سناریو ارزوي.

راپور زیاتوي چې د سخت او وچ اوړي وروسته، د مني لږو بارانونو د دغه هېواد د وچ اقلیم لپاره جدي ستونزې راولاړې کړې دي. د ایران د هوا پېژندنې ملي مرکز مشر صادق ضیاییان ویلي چې د نوي کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې باران نږدې ۸۶ سلنه او په تهران کې ۹۶ سلنه کم شوی دی. په تهران کې د سږني اوبو کال له پیله یوازې یو میلی‌متر باران ورېدلی چې په وروستي سل کالونو کې بې‌ساری دی.

د ایران د اوبو او چټلو اوبو ملي شرکت رئیس، هاشم امیني، ویلي چې د تهران پنځه لوی بندونه ــ کرج، لتیان، لار، ماملو او طالقان ــ د تېرو ۶۰ کلونو تر ټولو ټیټې اندازې ته رسېدلي دي. د راپور پر بنسټ، ځینې بندونه یوازې ۷ تر ۱۱ سلنه اوبه لري.

لوموند لیکي چې د وچکالۍ له امله د تهران د اوبو او برېښنا تأمین سخت اغېزمن شوی، او اوس د پلازمېنې ډېره برخه له چټک کمي سره مخ ځمکنیو اوبو باندې متکي شوې ده. چارواکو خلکو ته ویلي چې لږ تر لږه ۱۰ تر ۲۰ سلنه د ورځې په مصرف کې سپما وکړي. د شپې له یو بجې تر پنځو بجو د اوبو د فشار د کمېدو او یا لنډمهاله بندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې، د اقلیمي بدلونونو، د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت، د کرنې او صنعت له اندازې زیات پراختیا، او د بندونو بې‌پلان جوړولو د ایران د اوبو د بحران اساسي لاملونه بلل شوي دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې که د مياشتې تر پایه د تهران په لوړنیو سیمو کې باران و نه شي، ښايي حکومت د «اوبو د جیره‌بندۍ یا د تهران د تخلیې» په اړه پرېکړه وکړي.

له طالقان بند څخه تهران ته د اوبو د انتقال طرحه هم د لنډمهالې حل لارې په توګه مطرح شوې، خو د اوبو متخصصین وايي چې دا یواځې موقتي حل دی او د اوږدمهاله ستراتیژۍ بدیل نه شي کېدای.