د کونړ ولایت زلزله ځپلي اوس هم د ژمي په سړو ورځو کې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او وایي چې تر اوسه یې حیاتي مرستې نه دي ترلاسه کړې. زلزله ځپلې کورنۍ لا هم په نیمهویجاړ کورونو او خیمو کې ژوند کوي، او د سرپناه، کار او نورو بنسټیزو اړتیاوو د نشتوالی له جدي ستونزو سره مخ دي.
د کونړ یو تن اوسېدونکي فدا محمد وویل: «موږ لا هم د ژمي لپاره اړینې مرستې نه دي ترلاسه کړي. دلته د ځوانانو لپاره هېڅ کار او د ژوند د اسانتیا لپاره لازمې مرستې نه شته.»
یو بل اوسېدونکی اجمل هم وايي: «فعلاً کار نه لرم او هېڅ مرسته نه رارسېږي. د ژمي د سختو ورځو لپاره اړتیاوې نشي پوره کېدای او د ځان خوندي ساتلو وسایل نه لرو.»
ځینې نورو کورنیو هم ویلي چې د خپلو کورونو د بیا رغونې توان نه لري او په سختو شرایطو کې ژوند کوي. شفیع الله وویل: «نهادونه دې له موږ سره مرسته وکړي، د کار زمینه برابره کړي. کورونه ټول ویجاړ شوي او موږ توان یې نه لرو، په درگاه خدا ناست یو.»
زلزله ځپلي له طالبانو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د دوی وضعیت ته رسیدګي وکړي، د ژمي د سړو پر وړاندې عاجلې مرستې برابره کړي او د کارموندنې پروګرامونه هم ورته وړاندې کړي، څو د انساني فاجعې مخنیوی وشي.
