ورزش

کرېکټ؛ ملي لوبډلې قطر ته د ۲۵ منډو په توپیر ماته کړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د سه‌شنبې په ماښام، په «آسیا ټاون» کرېکټ لوبغالي کې، د شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو په یوه لوبه کې د قطر لوبډله د ۲۵ منډو په توپیر ماته کړه.

افغان لوبډلې، چې د پچې له ګټلو وروسته یې لومړی توپوهنه وکړه، په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ټولټال ۱۴۹ منډې جوړې کړې. رسولی په ۳۷ توپونو ۶۸ چټکې منډې جوړې کړې، شپږ څلوریزې او څلور شپږیزې یې ووهلې.

افغان لوبډلې د غوره توپ اچونې په پایله کې له خپل هدف نه په بریالیتوب دفاع وکړه او کوربه قطر لوبډلې ته یې په یوازېنۍ شل اوریزه لوبه کې د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغان لوبډلې په ګټه عبدالله احمدزي او فرمان الله ساپي ۲-۲، غضنفر، قیس احمد او بلال سمیع یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. قطر ونه توانېد چې د افغانستان ټاکل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې وبایلله.

دا بریا د ملي لوبډلې د هغو پراخو هڅو برخه ده چې غواړي د راتلونکي کال د شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو له غوراوي پړاوونو مخکې، خپل نړیواله تجربه پراخه کړي.

د لوبې لنډیز:
افغانستان: ۱۴۹ منډې، د ۸ لوبغاړو په سوځېدو (۲۰ اورونه)
قطر: ۱۲۴ منډې، د ۷ لوبغاړو په سوځېدو (۲۰ اورونه)
افغانستان د ۲۵ منډو په توپیر بریا خپله کړه.