امنیت سویلي آسیا

شهباز شريف: «د خوارجو فتنه د افغانستان له خاورې او د هند په اشاره فعاله ده.»

شهباز شریف، د پاکستان لومړی وزیر.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي چې د تحريک طالبان پاکستان يا د ده په وينا «د خوارجو فتنه» د افغانستان له خاورې او د هند په ملاتړ يا اشاره فعاليت کوي، او نړيواله ټولنه بايد دا کړنې وغندي.

شريف دا څرګندونې د اسلام‌اباد د نننۍ چاودنې او د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د افسرۍ د پوهنځي پر مرکز د وسله‌والو بريدونو وروسته وکړې.

هغه د دواړو پېښو کلکه غندنه وکړه او د بېړنیو تحقيقاتو امر يې صادر کړ.

لومړي وزير وويل:

«بزدل دښمن يو ځل بيا هڅه وکړه يو تعليمي بنسټ په نښه کړي، خو د امنيتي ځواکونو په چټک غبرګون کې د ترهګرو پلان شنډ شو.»

د چارواکو په وينا، د اسلام‌اباد نننۍ چاودنه د دې ښار د جي–۱۱ سيمې د يوې محکمې مخې ته شوې چې پکې ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ بيا تاييد کړې چې د دوشنبې په ماښام د واڼه افسرۍ پوهنځي دروازې ته د چاودېدونکو موادو ډک موټر بريد شوی و، چې بريدګر د تحريک طالبان پاکستان (TTP) غړي بلل شوی دی.