د دوشنبې ماښام د هند زوړ ډیلي د یوې زورورې موټر بم چاودنې شاهد و چې لږ تر لږه پکې اته تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. پېښه د زاړه ډیلي په سیمه کې د تاریخي لال کلا ترڅنګ رامنځته شوې ده.
پولیس وايي، چاودنه هغه مهال وشوه کله چې یو موټر د ټرافیکي څراغ مخې ته ودرید او څو شېبې وروسته وچاودېد. څو نږدې موټرونه هم سخت زیانمن شوي دي.
چارواکي وايي، پېښه د «د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي قانون» له مخې د ترهګرۍ ضد قضیه بلل شوې او څېړنې یې روانې دي.
د هند د کورنیو چارو وزیر اميت شاه ویلي، «ټول احتمالي اړخونه» څېړل کېږي او ژر به د امنیتي ادارو راپور خپور شي.
چاودنې د ښار په ګڼ مېشت او سختې امنیتي سیمې کې ویره خپره کړې او د ډیلي او نږدې ایالتونو امنیتي ځواکونه لوړ چمتو حالت ته داخل شوي دي.
لال کلا، چې د مغلي دورې تاریخي ماڼۍ ده، د هند د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت هر کال د لومړي وزیر د وینا ځای وي. چارواکو ویلي، د دغه تاریخي ځای او شاوخوا سیمو امنیت لا پسې سخت شوی دی.
