د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، د طالبانو وروستي محدودیتونه چې له ښځینه ناروغانو، ملګرو او روغتیايي کارکوونکو غواړي د عامو روغتونونو د ننوتلو پر مهال چادري واغوندي، په ټولنیز ژوند کې د ښځو ګډون محدودوي او اړینو روغتیایي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی ټکنی کوي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، له پنځم تر اوومې نومبر پورې د دې نوې پالیسي تر عملي کېدو وروسته، په هرات کې د ماشومانو د روغتیا ملاتړ کوونکي روغتون کې د ناروغانو منل ۲۸ سلنه راکم شوي دي.
د بې پولې ډاکټرانو د افغانستان د پروګرام مشره سارا شاتو وايي:
«دا محدودیتونه د ښځو ژوند لا پسې ګډوډوي او د هغوی د درملنې مخه نیسي. اوس ښځینه ناروغان او د هغوی ملګرې یوازې هغه وخت روغتون ته داخلېدای شي چې چادري واغوندي. دا معنا لري چې د درملنې لاسرسی نور د طبي اړتیا پر ځای د لباس له مخې ټاکل کېږي.»
نوموړې زیاته کړه: «هر هغه بندیز چې پر ښځینه ناروغانو لګول کېږي، د درملنې ځنډ یا محرومیت ته لاره هواروي. دا وضعیت به د هغو میندو او ماشومانو لپاره جدي پایلې ولري چې لا له وړاندې د درملنې له سختو خنډونو سره مخ دي.»
په راپور کې ویل شوي، په اسلامکلا کې چې افغان کډوال له ایرانه راګرځي، بشري سازمانونه له ورته ستونزو سره مخ دي. له شاوخوا سل ښځینه کارکوونکو څخه اوس یوازې درې ښځې، یوه قابله، یوه ډاکټره او یوه نرسه، له سختو شرایطو لاندې کار کوي، او هغوی باید په ټول وخت کې چادري واغوندي.
سازمان وايي، ډېری ښځې چې له ایران څخه شړل شوي، له خراب روغتیايي حالت سره بېرته راستنېږي، خو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود دی. ډېری يې د کورنۍ سرپرستې هم دي، نو د ښځینه کارکوونکو شتون د هغوی د خدمت لپاره حیاتي بلل شوی دی.
سارا شاتو وايي:
«په هرات او د اسلامکلا په پوله کې د دغو محدودیتونو ګډ اغېز ډېر د اندېښنې وړ دی.»
بې پولې ډاکټران زیاتوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځې په افغانستان کې له عامه ژوند څخه په زیاتېدونکي ډول څنډې ته شوې دي. هغوی له منځنۍ او لوړې زدهکړې، او له ډېرو بشري او دولتي دندو بېبرخې دي. اوس د روغتیایي خدمتونو او عامه چارو ته هم محدود لاسرسی لري.
په ورته وخت کې ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیزونو له اعلان وروسته، له خپلو بشري شریکانو سره یې د اسلامکلا په پوله بشري فعالیتونه د لړم له ۱۳مې نېټې راهیسې ځنډولي دي.
ملګرو ملتونو په پیغام کې ویلي، دغه محدودیتونه هم فوري عملي ستونزې رامنځته کوي او هم د راستنو شویو ښځو او نجونو لپاره جدي خطرونه لري. د دوی په وینا، له اسلامکلا راستانه کېدونکو کې له شپېتو سلنه ډېرې ښځې او ماشومان دي، او له هرو لسو کورنیو درې د ښځو په مشرۍ دي.
په پیغام کې ټینګار شوی:
«بې له ښځینه کارکوونکو موږ نشو کولای د راستانه شویو ښځو او ماشومانو خدمت په درناوي او انساني وقار سره ترسره کړو.»
ملګرو ملتونو ویلي، هڅې روانې دي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې د کلتوري حساسیت او اصولو په رعایت د ټولو عملیاتو د بېرته پيل زمینه برابره شي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول څه نهدي ویلي، خو د هرات د امر بالمعروف اداره د روغتونونو لپاره د حجاب د اجباري کولو راپورونه رد کړي دي.
