په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پاتې دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې د پوځي اقدام خبرداری ورکړی دی.
د خبرو اترو ناکامۍ ته په اشارې سره، د دې وزارت ویاند ویلي چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د افغان ترهګرو ډلو د “ملاتړ کوونکو او تمویل کوونکو” پر وړاندې د اقدام کولو اراده لري.
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي چې هر ډول یرغل ته به ځواب ورکړل شي.
