د ترکیې په استانبول کې طالب او پاکستاني پلاويو د خبرو اترو د دریم پړاو په دویمه ورځ هم سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
د دې خبرو اترو بشپړ جزئیات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو پاکستاني چارواکي وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په دریم پړاو کې، د ټي ټي پي له منځه وړل او د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو پای ته رسول د اسلام آباد مهمې غوښتنې وې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، په ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د بشپړې هوکړې د هیلې څرګندولو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې افغان خاوره باید د ترهګرو لخوا د اسلام آباد پر وړاندې ونه کارول شي.
