د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان په شمال کې د وروستي زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه شوي او له ۱۱۷۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
دغه زلزله چې شدت یې ۶.۳ ریشتره ښودل شوی، د شپې نږدې د یوې بجې پر مهال د مزارشریف ښار ته نږدې رامنځته شوې ده. د سمنګان او بلخ ولایتونه یې تر ټولو ډېر زیانمن کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ټولیز ډول له ۱۳۰۰ زیات کورونه نړېدلي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې د ایبک ولسوالۍ ۵۹۵ کورونه، د فیروز نخچیر ولسوالۍ ۳۰۶ او د خُلم ولسوالۍ ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.
دغه سازمان تایید کړې چې ۲۱ روغتیایي مرکزونه هم زیانمن شوي، چې پکې سمنګان ولایتي روغتون، د بازار سوخته ولسوالۍ روغتون او یو لومړنی کلینیک شامل دي. د خُلم ولسوالۍ روغتون دا مهال له خپل عادي ظرفیت څخه ډېر ناروغان درملنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د بیړني غبرګون ټیمونه د دې ادارې او نورو بشري بنسټونو په مرسته زیانمنو سیمو ته استول شوي، څو د ټپیو درملنه، بیړنۍ مرستې او رواني ملاتړ برابر کړي.
راپور زیاتوي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د ښځو او نجونو د درملنې په وړاندې خنډونه رامنځته کړي، او پرلهپسې پسزلزلې د نورو زیانونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
دغه زلزله د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، کندز او بغلان ولایتونه اغېزمن کړي، چې تر ټولو ډېر تلفات په بلخ کې ثبت شوي — ۱۲ تنه مړه او ۶۳۵ ټپیان، او په سمنګان کې ۱۳ تنه مړه او ۴۲۱ ټپیان.
د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او د بیړنیو خدمتونو د دوام لپاره عاجل ملاتړ وکړي.
