د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د پنجشنبې په ورځ په هېواد کې د لوړو شوو بیو او اقتصادي ستونزو پړه پر خپل حکومت واچوله او وویل چې د دولت پراخ جوړښت د انفلاسیون یو اصلي لامل دی.
پزشکيان، چې په لویدیځ کردستان کې یې خبرې کولې، وویل: «موږ، یعنې حکومت، د انفلاسیون لامل یو. موږ حکومت پړسولی، هر څوک یو مدیر یا رییس ګرځېدلی.» هغه زیاته کړه چې د لګښتونو د کمولو او د بیو د کنټرول لپاره هڅې روانې دي.
د ایران د رسمي احصایې له مخې، د روان کال د سپتمبر میاشتې کلنی انفلاسیون شاوخوا ۴۹ سلنې ته رسېدلی، چې دا د تېرو کلونو تر ټولو لوړه کچه ده.
وروسته لې هغه چې واشنګټن تهران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅو تورن کړ، ایران له کلونو راهیسې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو تر اغېز لاندې دی. ایران دغه تورونه تل رد کړي او وایي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې سولهییز اهداف لري.
اقتصادي فشارونه له هغې وروسته نور هم زیات شوي، چې د اسراییلو له برید وروسته د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه وشوه، او د امریکا ځواکونو هم د ایران په اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
پزشکيان وویل چې د دولت بودیجوي کسر د خلکو پر اقتصادي ژوند بوج زیات کړی او له چارواکو یې وغوښتل چې غیر ضروري لګښتونه راکم کړي څو د خلکو مالي فشار لږ شي.
د ایران د عامه اداري ادارې د شمېرو له مخې، دا مهال له ۲.۴ میلیونه ډېر ملکي کارکوونکي په حکومتي ادارو کې کار کوي، چې پکې امنیتي او دفاعي بنسټونه نه دي شامل.
