په خوست ولایت کې د خلکو لخوا د فوټسال ۱۷ کلنو لوبډلې تاریخي او بېساري هرکلی وشو. دغه لوبډله تازه د آسیايي ځوانانو اتلولۍ سیالۍ ګټلي او د هېواد لپاره یې لومړی ځل د آسیايي چمپېن لقب خپل کړی دی.
د هرکلي مراسم د چهارشنبې په ورځ د خوست ښار په مرکزي میدان کې ترسره شول، چې زرګونه خلک، ځوانان او ماشومان پکې راټول شوي وو. ګډونوالو د ملي شعارونو پورته کولو، نعرو وهلو، ډالیو او د ستاینلیکونو له لارې د لوبډلې اتلولي ونمانځله.
د لوبډلې یو لوبغاړي علي رضا احمدي د خلکو له هرکلي مننه وکړه او ویې ویل: «موږ د هېواد د نوم د روښانه کولو لپاره لوبه وکړه، خو کله چې مو د خلکو مینه او هرکلی ولید، دا بریا راته څو برابره ارزښتناکه شوه.»
بل لوبغاړي قیص میاخېل وویل: «دا بریا یوازې د لوبغاړو نه، بلکې د ټول افغانستان ده. موږ باید یو موټی پاتې شو او د ورزشي لاستهراوړنو دوام ورکړو.»
ځايي چارواکو او د سپورټ ادارو استازیو د لوبډلې بریا وستایله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول لاستهراوړنې د هېواد د ځوانانو د استعدادونو نښه ده او د افغانستان د مثبت انځور په جوړولو کې مهم رول لري.
د خوست اوسېدونکو دا هرکلی د ملي یووالي او خوښۍ یوه نښه وبلله، او وویل یې چې د فوټسال لوبډلې اتلولي خلکو ته د هیلو او خوشحالۍ نوی احساس ورکړی دی.
