افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو د نشه‌يي توکو قاچاق زيات شوی

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو او جرمونو پر ضد دفتر د يو تازه راپور له مخې ويلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه راکمه شوې ده، خو د مصنوعي نشه‌يي موادو توليد او د قاچاق لارو بدلون د اندېښنې وړ دی.

په راپور کې راغلي، چې سږکال نږدې لس زره هکټاره ځمکه د کوکنارو لاندې ده، چې دا شمېر د تېر کال د نږدې دولس زره هکټارو په پرتله، او د ۲۰۲۲ کال د بنديز له پيل مخکې د دوه لکه او دوه دېرش زره هکټارو په پرتله ډېر کم دی.

د ترياکو توليد نږدې درېيمه برخه راټيټ شوی او د بزګرانو عايدات هم نيم ته راکم شوي دي. راپور زياتوي، چې د نشه‌يي موادو د له منځه وړلو تر څنګ بايد بزګرانو ته د بديلو فصلونو د کرکيلې ملاتړ وشي، او د اوبو د کمښت او وچکالۍ د ستونزې د هوارېدو لپاره ګامونه پورته شي.

ډېری بزګران اوس د غنمو او نورو قانوني فصلونو کر ته مخه کړې ده، خو د دوامدارې وچکالۍ له امله د هېواد شاوخوا ۴۰ سلنه کرنيزه ځمکه لا هم شاړه پاتې ده. د ګاونډيو هېوادونو څخه د شاوخوا څلور ميليونه افغانانو راستنېدل د کار د نشتون او اقتصادي فشارونو له امله دا وېره زياته کړې، چې ښايي ناقانونه کرکيله يو ځل بيا زياته شي.

راپور همدارنګه څرګندوي، چې د مصنوعي نشه‌يي موادو، په ځانګړي ډول د شيشې توليد او قاچاق په افغانستان او سيمه کې ډېر شوی دی. د تېر کال په وروستيو مياشتو کې د دغو موادو نيونې د مخکني کال په پرتله ۵۰ سلنه زياتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان د سياسي ماموريت استازې جورجېټ ګاګنون ويلي، چې د نشه‌يي موادو د عرضې، تقاضا او قاچاق مسئله يوازې د افغانستان نه، بلکې د سيمې او نړۍ د ګډې اندېښنې موضوع ده او د حل لپاره يې ګډو هڅو ته اړتيا ده.

راپور سپارښتنه کوي، چې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه بايد يوازې پر ترياکو متمرکزه نه وي، بلکې د مصنوعي موادو توليد او قاچاق هم د څارنې او مخنيوي د پلان يوه برخه وګرځي.