سعودي عربستان اعلان کړی چې د افغانستان د شمال زلزله ځپلو سیمو ته یې بېړنۍ بشري مرستې استولې دي. دغه مرستې د ملک سلمان بن عبدالعزیز او د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د لارښوونې له مخې ترسره شوې دي.
د سعودي سفارت په کابل کې ویلي، د مرستو لېږد د ملک سلمان د بشري مرستو او رغنیزو چارو د مرکز له لوري ترسره کېږي. د سفیر فیصل بن طلق البقمي په وینا، دغه مرستې د مزارشریف زلزله ځپلو ته ځانګړې شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې د ټولنې طالب رئیس شهابالدین دلاور د سعودي سفارت له مسؤلینو سره لیدلي او د مرستو د وېش پر څرنګوالي یې خبرې کړي دي.
د سعودي مرستو په لومړي پړاو کې ۲۰۰۰ د خوړو بستې، ۵۰۰ د سرپناه وسایل، ۵۰۰ خیمې او ۲۴ ټنه خرما شامله ده.
سعودي چارواکو ویلي، دا مرسته د دواړو هېوادونو د انساني همکارۍ د دوام په موخه ترسره شوې ده
