افغانستان امنیت

سرچیني وایي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق کوي

عبدالحق وثیق رئيس استخبارات طالبان

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو لپاره؛ د طالبانو پلاوی نن ترکیې ته روانېږي

د دوو سرچینو په وینا چې د آمو سره یې خبرې کړې دي، د طالبانو د مذاکره‌کوونکي پلاوی د استخباراتو د رئیس عبدالحق وثیق په مشرۍ ټاکل شوی، چې نن (چهارشنبه، د لړم ۱۴مه) د پاکستان سره د راتلونکو خبرو د پیل لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد هم د دوی تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون سره خبرو کې دا خبر تأیید کړی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پلاوي مشري به په دې خبرو کې، د دې هېواد د استخباراتو د ادارې (آی‌اېس‌آی) مشر عاصم ملک، پر غاړه ولري، خو تر اوسه د پاکستان چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تمه ده چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو درېیم پړاو سبا (پنج‌شنبه، د لړم ۱۵مه) د ترکیې استانبول کې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لورو تر منځ د خبرو دوېم پړاو چې شپږ ورځې یې دوام وکړ، بې له کومې څرګندې پایلې پای ته ورسېد، او دواړو خواوو ومنله چې خبرې به دوام ومومي.

یو لوړپوړي طالب چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، آمو ته ویلي چې د دویم پړاو د خبرو پر مهال د طالبانو او پاکستان تر منځ یوه ماده لانجمنه شوه. دا ماده د «پاکستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د مخنیوي» په اړه وه.

د دغه طالب چارواکي په وینا، د پاکستان پلاوي له طالبانو غوښتي وو چې د پاکستاني طالبانو عملیاتو ته د پای رسیدو کې جدي عمل وکړي، خو طالبانو ویلي چې دا د دوی دنده نه ده، او یوازې کولای شي د هغو کسانو مخه ونیسي چې له افغانستانه پاکستان ته بریدونه کوي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو له پاکستاني پلاوي غوښتي وو چې د داعش ډلې ته هم اجازه ور نه‌کړي چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد بریدونه طرحه کړي.

د سرچینې په وینا، چې تېرو خبرو کې د طالبانو درېیمه غوښتنه دا وه چې د افغانستان په فضا کې د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنې مخه ونیول شي، خو د پاکستان پلاوي له ټولو درې غوښتنو ځان ګوښه کړ.

له دې سره، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د تېرې دوشنبې په خبري غونډه کې ټینګار کړی وو چې د پاکستان یوازینی غوښتنه دا ده چې له افغانستان د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي.

نوموړي دا غوښتنه «نه‌دبدلېدونکې او نه‌مذاکره‌کېدونکې» بللې وه او ویلي یې وو چې طالبان باید د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه بند کړي.