د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د دوی د ژغورنې او طبي مرستو ډلې د سمنګان او بلخ زلزلهځپلو سیمو ته رسېدلې دي او د بند پاتې کسانو د راایستلو او بیړنیو مرستو چارې یې پیل کړي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، تېره شپه یوه زوروره زلزله د افغانستان د سمنګان او بلخ ولایتونو ځینې برخې ولړزولې، چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي، شاوخوا ۱۵۰ تنه ټپیان دي، او ګڼ شمېر کورونه تخریب شوي دي.
د سرې میاشتې ټولنه وایي، د ژغورنې، درملنې او د بیړنیو مرستو ټیمونه یې د زلزلهځپلو خلکو د مرستې لپاره په سیمه کې پر کار بوخت دي.
د امریکا د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۲۸ کیلومتره ژوره وه او د مزارشریف ښار او سمنگان ولایت شاوخوا سیمې یې ښورولي دي. یادې ادارې د «نارنجي خبرتیا» خپره کړې او ویلي یې دي، چې ښايي له دې زلزلې پراخ انساني او مالي تلفات واوړي.
زلزله د جمعې پر شپه شاوخوا د يوې بجې (د لړم ۱۲مه) رامنځته شوې او د هغې زور د کابل په یو شمېر برخو کې هم په څرګند ډول احساس شوی دی.
