د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لارو د خلاصون په سر مذاکرات بې پایلې وې او ټولې سوداګریزې لارې د شلمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې دي.
د سوداګریزو توکو موټر چلوونکي وایي، چې د دوی په موټرو کې بار توکي ټولې خوسا شوي او سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتې دي.
بل خوا، د سپين بولدک او تورخم دروازې دواړو غاړو ته یو شمېر په تمه مسافر وایي، چې له سختو ننګونو سره مخامخ دي.
