د تهران د ملکیتونو د سلاکارانو د ټولنې رییس سعید لطفي وايي چې له ایرانه د افغان کډوالو له ایستلو وروسته، په دغه هېواد کې د کارګرو تنخواه (مزد) دوه تر دوه نیم برابره لوړ شوی دی. ایراني چارواکي افغان کډوال «بهرني وګړي» بولي.
هغه په تهران کې په یوې خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو له ایستلو وروسته، په ایران کې د کور جوړولو لپاره کارګر نه موندل کېږي.
د تهران د ملکیتونو د سلاکارانو د ټولنې رییس زیاته کړه چې د دغه ښار په سوېلي برخو کې هم د افغان کډوالو د ایستلو له امله ډېرې استوګنیز کورونه خالي شوې دي.
هغه په دې خبري غونډه کې وویل:«د افغان وګړو له ایستلو وروسته، د کور جوړولو لپاره کارګر نه موندل کېږي. د تهران ښار په سوېلي برخو کې د افغان وګړو د ایستلو له امله کورونه خالي شوي دي. د افغان وګړو له تلو وروسته، په ایران کې د کارګرو مزد دوه تر دوه نیم برابره لوړ شوی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسرائیل ترمنځ له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، دغه هېواد د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړ.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع، تر دې مخکې ویلي وو چې په تېر کال کې شاوخوا یو مېلیون افغان کډوال یوازې د دوغارون له پولې ایستل شوي دي.
هغه په یوې خبري غونډه کې ویلي:«دا شمېر د تېر کال پرتله درې برابره زیات شوی دی.»
د ایران دا اقدام که څه هم د بشري حقونو د سازمانونو او د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافعینو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی؛ خو دې هېواد لا هم د افغان کډوالو جبري ایستلو ته دوام ورکړی دی.
