متحده ایالتونه

د شمالي کوریا رهبر سره دوېم ځلې لیدو ته چمتو یم

انځور- ارشیف څخه ، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د آسیا د پنځه ورځني سفر پر ترڅ کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د بیا لیدو لپاره تیار دی.

ټرمپ د سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:

«که هغه وغواړي، زه چمتو یم. زموږ اړیکې ډېرې ښې دي.»

ټرمپ زیاته کړه چې د کوریا د نیمه‌جزیرې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره له خبرو هرکلی کوي.

ټرمپ نن، د شنبې په ورځ، مالیزیا ته رسېدلی، او د سویل ختیځې آسیا د هېوادونو د اتحادیې (آسه‌آن) په غونډه کې ګډون کوي.

نوموړی وروسته جاپان او جنوبي کوریا ته هم ځي او له یو شمېر سیمه‌ییزو مشرانو سره به لېدنې ولري.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ هم د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو حل په اړه خبرې وکړي.

بي‌بي‌سي د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې دا لیدنه کېدای شي د دواړو مشرانو د یوې مهمې ناستې لپاره زمینه برابره کړي، چې تمه ده د آسیا-اقیانوسیه د اقتصادي همکاریو (اپک) په راتلونکې غونډه کې د بوسان ښار کې ترسره شي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ شخړې یو ځل بیا زیاتې شوې دي، او ټرمپ ګواښ کړی که موافقه و نه‌شي، د چینایي توکو ګمرکي تعرفې به تر ۱۵۵ سلنې پورې لوړوي.

ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال درې ځله د شمالي کوریا له مشر سره لیدلي وو او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د تاریخ لومړی ولسمشر شو چې د شمالي کوریا خاورې ته داخل شو.

خو دواړه خواوې هغه وخت د پیونګ‌یانګ د هستوي وسلو د له منځه وړلو په اړه کومې موافقې ته و نه‌رسېدلې.

کیم جونګ اون تازه ویلي چې لا هم د ټرمپ “ښه یاد” لري، خو د بیا لیدو شرط یې دا ایښی چې متحده ایالات د اټومي وسلو د بشپړې پرېښودو غوښتنه بنده کړي.

په همدې حال کې، د جنوبي کوریا د یووالي وزیر چونګ دونګ-یونګ ویلي، د پام وړ امکان شته چې ټرمپ او کیم د اپک غونډې پر مهال په بوسان کې بیا سره وویني.