د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما، ملګرو ملتونو د اتیامې کلیزې په درشل کې، د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت نازک بللی دی.
یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې که د ښځو پر زدهکړو، کار او ګډون د طالبانو محدودوونکي سیاستونه دوام ومومي، نو د افغانستان ثبات او راتلونکی ته به ناوړه پایلې ولري.
یوناما دغه راز، له بشري حقونو، سولې او له اړمنو د ملاتړ ترڅنګ، یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډوني حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه مطرح کړې ده.
بل لور ته، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا د طالبانو پر پالیسیو د نیوکې ترڅنګ وایي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د یوناما کړنې هم ګټورې نه وې.
