رسنۍ

نی په تبعید کې: طالبانو له رسنیو د ناوړه استفادې له لارې د افغانستان آزادې رسنۍ د نابودۍ تر پولې رسولي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی په تبعید کې» په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو له رسنیو د ناوړه استفادې او تبلیغاتي کارونې له لارې د هېواد د آزادو رسنیو بنسټونه د له نابودۍ تر پولې رسولي دي.

په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو له‌خوا له رسنیو ناوړه استفادې د تاوتریخوالي په پرتله د افغانستان رسنیو ته زیات زیان رسولی دی. دوی د تاوتریخوالي تر څنګ د رسنیو له ناوړه استفادې څخه په منظم ډول کار اخیستی، څو خپل تبلیغاتي پیغامونه د اجبار او فشار له لارې خپاره کړي.

د نی په وینا، اوس ډېری خصوصي تلویزیونونه، راډیوګانې او خبري آژانسونه د طالبانو د تبلیغاتي وسیلو په څېر چلند کوي، او د دولتي رسنیو لکه د باختر آژانس او ملي راډیو تلویزیون په بڼه فعالیت کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، طالبانو له ټولو رسنیو غوښتنه کړې چې د دې ډلې مشر ته د «حفظه‌الله» لاحقه وکاروي، د منځنیو مشرانو لپاره د «خلیفه» په څېر لقبونه وکاروي، او د وژل شوو طالبانو نوم د «شهید» په توګه یاد کړي.

اعلامیه زیاتوي چې طالبان له دې لارې هڅه کوي د وېرې او رعب فضا د رسنیو له لارې خپره کړي. د جګړې صحنې، ځانمرګي بریدونه، د ځانمرګو هدیرې او جبري اعترافونه د طالبانو د تبلیغاتي پروګرام برخه ګرځېدلې ده.

«نی په تبعید کې» اندېښنه څرګنده کړې چې دغه وضعیت د افغانستان د رسنیو راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کړې، او که دا حالت دوام وکړي، پر ازادو رسنیو به د خلکو باور له منځه ولاړ شي او د هېواد د رسنیز نوښت بنسټونه به له بشپړې نابودۍ سره مخ شي.