کډوالي

پاکستان او ایران په یوه ورځ له ۴۰۰۰ ډېر افغان کډوال وایستل

د طالبانو د کډوالو چارو کمیسیون وایي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې (د چهارشنبې په ورځ، د تلې ۳۰مه) پاکستان او ایران ټول‌ټال ۴۲۹۸ افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي دي.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، له دې جملې ۳۷۲۸ کسان له پاکستان او ۵۷۰ نور له ایران څخه په جبري او یا هم داوطلبانه توګه ایستل شوي دي. ویل کېږي، یاد کډوال د سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌قلعه او ورېښمو پل له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ وړاندې، یعنې د سه‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) هم پاکستان او ایران ۳۲۸۳ افغان کډوال شړلي وو چې له دې ډلې ۲۷۱۲ تنه له پاکستان او ۵۷۱ تنه له ایران اخراج شوي وو.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار یوې ټولنې په یوه وروستي بیان کې ویلي، د پاکستان حکومت له نړیوالو او خپلو کورنیو قوانینو سرغړونه کړې، ځکه چې افغان کډوال یې له انفرادي ارزونې پرته په ډله‌ییز ډول شړلي دي.

په بیان کې زیاته شوې، د پاکستان اساسي قانون او د بهرنیو وګړو قانون (۱۹۴۶) ډله‌ییز اخراج منع کړی او کډوالو ته د اعتراض قانوني حق ورکوي.

دغه نهاد همدارنګه ویلي، پاکستان د بشري حقونو او د شکنجې د منع په ګډون څو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن نه دی پاتې شوی او د افغان کډوالو پر وړاندې یې خپلې نړیوالې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.