افغانستان

طالبان: پاکستان له څلورو کلونو زمونږ زغم آزمايي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دوی زغم آزمايي او دې چارې اړ کړي چې ځوابي اقدام وکړي.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ دا څرګندونې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره د کتنې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، افغانستان او چین تاریخي ګاونډیان دي چې ډېر ګډ ارزښتونه لري. نومړي د چین له ملاتړ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې طالبان له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړیکو پر بنسټ تعامل ته ژمن دي.

 نعیم زیاته کړه، طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي، خو پاکستان له کلونو راهیسې د دوی زغم ازمايي، تر دې چې طالبان ځوابي عکس‌العمل ته اړ شوي دي. ده وویل، د طالبانو دریځ دا دی چې ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

بل‌خوا د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ ویلي، هېواد یې د افغانستان له ملي حاکمیت ملاتړ کوي او غواړي له کابل سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د هوارۍ لپاره رغنده رول ولوبوي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅو هرکلی کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو  کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې شوې دي. په دغو نښتو کې ډېری عامه وګړي او د کرېکټ لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د ملکي وګړو د وژنو راپورونه ردوي او وايي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې یې د ټي ټي پي غړي په نښه کړي دي.

که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شوی، خو لا هم د تورخم او چمن له لارې  عامه تګ‌راتګ او سوداګرۍ بهیر بند پاتې دی. د دواړو غاړو سوداګر وايي، د یادو لارو د تړلو له امله د زرګونو ټنو صادراتي مالونو، په ځانګړي ډول میوو او سبزیجاتو، د خرابېدو خطر پیدا شوی او درانه مالي زیانونه یې اړولي.