امنیت

خواجه آصف: د طالبانو او پاکستان د اوربند راتلونکی د طالبانو په چلند پورې تړلی

خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ د تازه اوربند راتلونکی به یوازې هغه وخت خوندي پاتې شي، که طالبان وکولای شي له خپلې خاورې د پاکستان پر ضد د وسله‌والو بریدونو مخه ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د یوې مرکې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند پر تړون سلا شوي دي. دا تړون له څو ورځنیو نښتو وروسته لاسلیک شو چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان ووژل شول او اړیکې یې ترینګلې کړې.

خواجه آصف وویل: “هر هغه برید چې له افغانستانه وشي، د تړون ښکاره سرغړونه به وي. د اوربند دوام د همدې یوې مادې پر پلي کېدو پورې تړلی دی.”

د هغه په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک لا هم د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي، خو طالبان باید دا ډله کنټرول کړي. کابل بیا تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې افغانستان د نورو هېوادونو د جګړې ډګر نه دی.

د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د تړون اصلي موخه د ترهګرۍ له منځه وړل دي، ځکه دا پدیده له کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي. هغه زیاته کړه: “که دواړه خواوې په ګډه د ترهګرۍ د ریښې پرېکولو هڅې ونه کړي، د سیمې سوله به له جدي خطر سره مخ شي.”

خواجه آصف د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل‌ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د منځګړیتوب هڅې وستایلې او وویل چې راتلونکې اوونۍ به په استانبول کې د دواړو هېوادونو د استازو بله ناسته ترسره شي، څو د تړون د عملي کولو دقیق میکانیزم وټاکل شي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د دفاع وزیر هم منلې چې ترهګري د دواړو هېوادونو د ترینګلتیا اصلي لامل دی، او اوس هڅې روانې دي څو دا موضوع په ګډ تفاهم حل شي.

خواجه آصف وویل، پاکستان د ترهګرۍ له امله د انسانانو او اقتصاد په برخه کې سخت زیانونه لیدلي، خو هیله لري چې د تازه موافقې له لارې به سوله او ثبات بېرته راشي، سوداګري به عادي حالت ته ستنه شي او افغانستان به وکولای شي یو ځل بیا د پاکستان له بندرونو څخه د ټرانزیټ لپاره ګټه واخلي.

نوموړي څرګنده کړه چې هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري، د پاتې کېدو اجازه به ولري، خو بې‌اسناده کډوال به بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي.

هغه په پای کې وویل، لا هم د قضاوت وخت نه دی او باید په راتلونکو اوونیو کې وڅارل شي چې طالبان د تړون د موادو څومره درناوی کوي.

خواجه آصف همدارنګه دا تورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان د امریکا په غوښتنه په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي دي. هغه وویل: “موږ نه غواړو د افغانستان په چارو کې نور ښکېل پاتې شو. غواړو لکه یو باعزته ګاونډی د یو بل تر څنګ ژوند وکړو، بې له دې چې زموږ اړیکې د بل هېواد په سیاست اغېزمنې شي.”