سوداګري

طالبانو د کابل فولاد سټیل فابریکې د دویم فاز پرانیسته وکړه

د طالبانو د رئيس‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د تلې په ۲۸مه نېټه د هرات ولايت د صنعتي پارک په يوه ځانګړې غونډه کې د کابل فولاد سټیل فابریکې د دويم فاز پرانیسته وکړه.

په دغو مراسمو کې د فابريکې مسؤلینو، پانګوالو او يو شمېر محلي چارواکو ګډون کړی و. ملا برادر د پرانیستې پر مهال وويل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د سيمې او نړۍ ګڼ هېوادونه له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره عملي ګامونه اخلي، او دا بهير ورځ تر بلې وده کوي.

نوموړي زياته کړه، طالبان د هېواد د صنعت د ودې لپاره ځانګړې تګلارې لري، او د همدې موخې لپاره د برېښنا د توليد او وارداتو سترې پروژې پيل شوې دي.

د رئيس‌الوزراء اقتصادي مرستيال له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او ډاډ يې ورکړ چې طالبان د پانګوالو د امنيت او ملاتړ بشپړ تضمين کوي.

د کابل فولاد سټیل فابريکې په دويم پړاو کې ۲۰ ميليونه ډالر پانګونه شوې او دا فابريکه به په ورځني ډول ۵۰۰ ټنه اوسپنه او فولاد پروسس کوي، چې د سيمې په کچه د صنعتي پرمختګ لپاره مهم اقتصادي ارزښت لري.

سره له دې چې د کابل فولاد سټیل فابریکې دویم فاز پرانیستل د افغانستان د صنعتي پراختیا او د کورني تولید د پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام بلل کېږي، خو د شنونکو په باور، دا ډول پروژې یوازې هغه وخت دوامدارې اغېزې لرلی شي چې د شفافو اقتصادي تګلارو، سیاسي ثبات او نړیوالو پانګوالو د باور د راجلبولو لپاره مشخص ګامونه پورته شي.

 ډېری اقتصادپوهان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د حقوقي وضاحت، د ښځو د کار محدودیتونو، او د نړیوالې انزوا ستونزې لا هم د پانګونې مخه نیسي، او که دا ننګونې حل نه شي، نو د دغو پروژو اقتصادي پایلې به تر ډېره د تبلیغاتي بریاوو تر حد پورې محدودې پاتې شي.