ټاکل شوې چې ډېر ژر به پاکستاني چارواکي له طالبانو سره په قطر کې خبرې اترې وکړي.
ډیپلوماتیکو او د طالبانو له منځه باخبره سرچینو آمو ته منلې، چې د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی به ډېر ژر د پاکستان له امنیتي چارواکو سره د خبرو په موخه دوحې ته سفر وکړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې خبرو اترو د آجنډا اصلي منځپانګه به د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت څېړل او له پاکستان سره د ۴۸ ساعته اوربند غځول وي.
بل لور ته، د پاکستان لومړي وزیر بیا ویلي، چې که چېرې د اسلامآباد غوښتنې ومنل شي، دوی چمتو دي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی چې، د طالبانو له لوري د اوربند په بهانه د وخت اخیستل، اسلامآباد ته د منلو وړ نه ده.
