منځنی ختیځ

اسراییل او حماس یو بل د هوکړې پر ماتولو تورن کړل

د اسراییل او حماس ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی اوربند له کړکېچ سره مخ شوی، ځکه دواړه لوري یو بل د هوکړې پر نقض کولو تورنوي.

د اسراییل حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د رفح بندر د بیا پرانیستو لپاره چمتووالی نیسي، څو فلسطینیان تګ راتګ وکولی شي، خو ویلي یې دي چې د تړون له مخې به د مرستو انتقال نه کېږي. د اسراییل د حکومت ویاندې، شوش بېدروسیان، ویلي چې هېواد یې د اوربند د ټولو ژمنو پلي کولو ته ژمن دی، خو له حماس غواړي چې د هغو ۱۹ اسراییلي اسیرانو جسدونه وسپاري چې تر اوسه نه دي سپارل شوي.

په مقابل کې، حماس ویلي چې د هوکړې د ټولو شرطونو پلي کولو ته ژمن دي، خو د مړو بېرته سپارل وخت ته اړتیا لري، ځکه ډېری جسدونه د اسراییلي بمبارۍ له امله د کنډوالو او تونلونو لاندې پاتې دي. د حماس د وسله‌والې څانګې په وینا، د پاتې جسدونو راایستلو لپاره باید درنې ماشینې او وسایل غزې ته پرېښودل شي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي اسراییل تورن کړی چې له تېرې جمعې راهیسې یې له اوربند سرغړونه کړې او لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان یې وژلي دي. د هغه په وینا، د دغو سرغړونو لېست منځګړو ته سپارل شوی دی.

د اسراییلي پوځ ویاند بیا ویلي چې ځینې فلسطینیان د اوربند د کرښې خلاف ورغلي، او پوځ “د خطر د مخنیوي په پار” ډزې کړې دي.

د فلسطین روغتیا وزارت د راپور له مخې، د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي. د جنوبي غزې اوسېدونکو ویلي چې د ورځې په اوږدو کې په فضا کې بې‌پیلوټه الوتکې او جنګي جېټونه ګرځېدل، او وخت ناوخت د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

دغه ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې طرحه اعلان شوه. د دې طرحې له مخې، له حماس غوښتل شوي چې خپلې وسلې وسپاري او واک بلې ادارې ته پرېږدي، خو حماس دا غوښتنه رد کړې ده.

ټرمپ په یوې تازه څرګندونه کې خبرداری ورکړی: «که حماس د خلکو وژنه دوام ورکړي، موږ به اړ شو اقدام وکړو.»

ده زیاته کړه چې دا اقدام به د امریکا پوځ نه، بلکې د امریکا تر مشرۍ لاندې ترسره شي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال ویلي، د غزې اوسنی حالت د لوږې او بشري ناورین پر پوله ولاړ دی، او د وضعیت د ښه کولو لپاره باید هره اوونۍ زرګونه د مرستو موټر غزې ته داخل شي.

د غزې د روغتیا وزارت د وروستي شمېر له مخې، د جګړې له پیله تر اوسه شاوخوا ۶۸ زره فلسطینیان وژل شوي، او د ښار ډېری برخې د اسراییلي بمبارۍ له امله په کنډوالو بدلې شوې دي.