د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۲۴ – د ۸ بجو خبرونه

له کندهاره درې سیمه‌ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند تر اعلان وروسته، د پاکستان پوځ تېره شپه هم د سپين بولدک ولسوالۍ ځينې سیمې په نښه کړلې.

د سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې یو ملکي وګړۍ وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه، په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ادعا کړې چې، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخیستل کېږي؛ هغه ادعا، چې طالبانو تل رد کړې ده.