امنیت

یوناما: د سپین بولدک نښته کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ ټپیان شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي، چې ډېری یې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند دي.

د دې ادارې د لومړنیو موندنو له مخې، یوازې د سپین بولدک په وروستۍ نښته کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د باور وړ راپورونه ښيي چې د دواړو لورو ترمنځ د روانې میاشتې له لسمې نېټې راپدېخوا وسله‌والې نښتې زیاتې شوې، او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ملکي کسان قرباني شوي دي.

یوناما زیاته کړې چې له دې وړاندې هم په پکتیکا، پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۶ ملکي کسان (یو وژل شوی او ۱۵ ټپیان) زیانمن شوي دي.

دې ادارې له طالباانو او پاکستاني چارواکو غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عاجل ګامونه واخلي.

یوناما ټینګار کړی چې دواړه خواوې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې مکلفې دي د جګړې پر مهال د توپیر، متناسبت او احتیاط اصول مراعات کړي، څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

Top of Form

Bottom of Form