د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د راپور جوړولو پر مهال د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغان خبریال وژنه او د نورو ټپي کول، د بشري حقونو، مسلکي اصولو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د ملي راډیو تلویزیون خبریال عبدالغفور عابد د اکتوبر په ۱۵مه، هغه مهال ووژل شو چې له خپل ټيم سره یو ځای یې د یادې ولسوالۍ وضعیت پوښلو. په پېښه کې د نوموړي یو بل همکار، تواب ارمان، او د دوی موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دوی سیمهییزو استازو د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، له سیمهییزو چارواکو سره په همغږۍ د پېښې جزیات څېړي.
کمېټه وایي، دا ډول بریدونه نه یوازې د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي، بلکې د ژورنالیزم نړیوالو اصولو، بشري حقونو او د جګړو پر مهال د ملکي خوندیتوب نړیوالو مقرراتو ته سپکاوی هم دی.
د کمېټې مسوولینو له اړوندو ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د پېښې ژور، شفاف او بېطرفه تحقیق دې وکړي.
همداراز، کمېټه وایي چې ټپیانو ته به لازمې طبي اسانتیاوې برابرې کړي او له وژل شوي خبریال، عبدالغفور عابد، له کورنۍ سره یې خپله ژوره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی.
په پای کې، د خوندیتوب کمېټې له ټولو خبریالانو غوښتنه کړې چې د جګړې سیمو او له ګواښ ډکو سیمو کې د کار پر مهال د شخصي خوندیتوب مقرراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
