افغانستان

خلیلزاد: هند کې د متقي تود هرکلي پاکستان غوسه کړی

د افغانستاان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو بریدونو او ځوابي بریدونو دوام د سیمې لپاره خطرناک دی، او دواړه هېوادونه باید د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي لپاره ډيپلوماټيکه همکاري وکړي.

خلیلزاد دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) حساب کړې دي. نوموړي لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته په هند کې تود هرکلی شوی، او دې کار د باکستان غوسه راپارولې. د نوموړي په وینا په ځانګړي ډول د دیوبند اسلامي دارالعلوم د استادانو، ادارې او زده‌کوونکو له لوري د ورکړل شوي هرکلي صحنې “اغېزناکې او د پام وړ” وې.

د خلیلزاد په وینا، دا هرکلی د پاکستان د حکومت او د هغه د ملاتړو سخت غبرګون راپارولی دی. ده زیاته کړه، د داعش خراسان ډله هم له دې سفر سخته ناراضه شوې او یو ۱۲ دقیقې غږیز پیغام یې خپور کړی، چې په هغه کې یې طالبان تورن کړي چې له «هندو او مسیحي هېوادونو سره د ریښتینو مسلمانانو پر ضد یوځای شوي». خلیلزاد ویلي، دا ډول څرګندونې د هند د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو سپکاوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان باید د وروستیو نښتو او بریدونو پر ځای د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي.

خلیلزاد په خپل پیغام کې لیکلي: «له داعش خراسان سره درېدل به د پاکستان لپاره عاقلانه اقدام نه وي. افغانستان او پاکستان باید د داعش پر ضد ګډ کار وکړي، او امریکا کولای شي او باید په دې برخه کې مرسته وکړي.»