افغانستان

مخابراتي شرکتونه: طالبانو امر کړی چې د کابل په ځینو برخو کې دې د شپې له‌خوا نوري فایبر انټرنېټ بند شي

انځور- ارشیف څخه

په داسې حال کې چې طالبان پر انټرنیټي فضا خپل کنټرول لا سختوي، د کابل یو شمېر مخابراتي شرکتونه وايي، د طالبانو له‌خوا ورته لارښوونه شوې چې د شپې له‌خوا د نوري فایبر انټرنېټ خدمات بند کړي.

د کابل ګڼ شمېر اوسېدونکي هم دا موضوع تاییدوي او وايي، د شپې له‌خوا د فایبر نوري انټرنېټ کارول ناشوني شوي دي. د دوی په وینا، دې اقدام نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی، بلکې د زده‌کړو او د هېواد د ډیجېټل اقتصاد پر وده یې هم منفي اغېز کړی دی.

خو د طالبانو د مخابراتو وزارت یوې سرچینې «آمو» ټيلویزیون ته ویلي چې تر اوسه د شپې د انټرنېټ د بندېدو په اړه هېڅ رسمي پرېکړه نه ده شوې.

د کابل اوسېدونکي، د تېرې اونۍ د ۴۸ ساعته عمومي انټرنېټ بندېدلو ته په اشارې سره، وايي نه غواړي یو ځل بیا د «ډیجېټل تیارو» په حالت کې ژوند وکړي.

په همدې حال کې، مخابراتي شرکتونه وایي چې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، او دا حالت د خدمتونو کیفیت ته زیان رسوي. د خلکو په باور، طالبان باید د بندیزونو پر ځای د انټرنېټ د ښه‌والي او پراختیا لپاره هڅې وکړي.

کارپوهان او د ټکنالوژۍ فعالان وايي، په داسې وخت کې چې نړۍ د برېښنايي حکومتولۍ او ډیجېټل پرمختګ پر لور روانه ده، د انټرنېټ بندول به افغانستان له جدي شاتګ او د پرمختګ له لویو خنډونو سره مخ کړي.

د ډېرو افغانانو په باور، طالبان نه یوازې د انټرنېټ د محدودولو له لارې، بلکې د رسنیو او مجازي فضا د کنټرول په سختېدو سره هڅه کوي چې د معلوماتو د بهیر بشپړ کنټرول په خپل لاس کې واخلي.