سوداګري

د هرات له لارې د تازه او وچې مېوې صادرات زیات شوي

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وایي، سږ کال د دغه ولایت له لارې د تازه او وچو مېوو صادرات په بې‌ساري ډول زیات شوي دي، چې دا چاره د هېواد له پاره د صادراتي اقتصاد د پیاوړتیا نښه بلل کېږي.

د سوداګرۍ خونې آمر محمد یوسف امین رسنیو ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هرات څخه څه باندې ۹۱۸ زره ډالر ارزښت لرونکې تازه مېوه او نږدې ۳۷ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالر ارزښت لرونکې وچه مېوه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، یوازې ۲۱ زره ډالر تازه مېوه او ۹۰۰ زره ډالر وچه مېوه صادر شوې وه.

امین زیاتوي، چې د صادرو شویو مېوو له ډلې جلغوزه، پسته، بادام، او د هندواڼې تخمونه د وچو مېوو او مڼې، آلوبالو او گیلاس د تازه مېوو په توګه یادېږي.

د ده په وینا، دا صادرات نه یوازې د هرات له مېوو دي، بلکې له نورو ولایتونو راټول شوي محصولات هم پکې شامل دي، چې د اسلام‌کلا او تورغونډۍ بندرونو له لارې بهر ته صادر شوي دي.

هغه وايي: “هرات د سوداګریزو صادراتو لپاره یو مناسب فرصت دی او موږ هڅه کړې چې سوداګرو ته لازمي اسانتیاوې برابرې کړو.”

د هرات د سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، د روان کال تر پایه به د تازه مېوو صادرات تر ۱.۵ څخه تر ۲ میلیونه ډالرو پورې ورسېږي، او د وچو مېوو صادرات به ۴۵ میلیونه ډالر ته لوړ شي.

سوداګر تمه لري چې د صادراتو دا مثبت بهیر به نه یوازې د ملي عوایدو د زیاتوالي سبب شي، بلکې د کرنیزو محصولاتو تولید او د بزګرانو اقتصاد ته هم نوې وده ورکړي.