ناپېژانده جنګي او بېپيلوټه الوتکو، تېره شپه د کابل، پکتیکا او ننګرهار یو شمېر سیمې په نښه کړلې.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د پاکستان له لوري په پکتیکا کې پر یوه ملکي بازار هوایي بریدونه او د هېواد پلازمېنې کابل د فضايي حریم نقض غندي.
یاد وزارت خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به د وضعیت د پېچلتیا مسوولیت د پاکستان پر غاړه وي.
یو شمېر پاکستاني رسنیو او سیاستوالو ویلي، چې په کابل کې د تېرې شپې د هوایي برید په پایله کې، د ټيټيپي مشر نور ولي محسود په نښه شوی دی.
