د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال وویل، چې هند د افغانستان د یو دیوال شریک ګاونډی او د افغانانو د خواخوږي په توګه، د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره ژمن دی.
نوموړي وویل: « مونږ په تېر کې له افغانستان سره د اوبو په مدیریت کې د مرستې مخینه لرو او ژمن یو چې په راتلونکي کې هم د اوبو د سرچینو په مدیریت کې له افغانستان سره مرسته وکړو.»
هغه د افغان کډوالو د جبري ویستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، هند به د دغو کډوالو د استوګنې او بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته وکړي. شنکر زیاته کړه « مونږ د افغان کډوالو د جبري ویستلو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوو او ژمن یو چې د راغلو کډوالو د استوګنځایو په رغونه کې مرسته وکړو تر څو راغلي کډوال وکولی شي د بیا مېشتېدنې له ستونزو راوځي.»
شنکر همداراز وویل، هند به د کونړ د زلزلهځپلو سیمو لپاره د تېر په څېر خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او د زلزلهځپلو لپاره به د استوګنې ځایونو په جوړو کې مرسته وکړي.
نوموړي د خبرو په ترڅ کې د افغان کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ ژمنه هم تازه کړه او ویې ویل، هند به د افغانستان د کرېکټ د ودې او پیاوړتیا لپاره لازم امکانات برابر کړي. د نوموړي په وینا
