د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تېره ورځ، په کابل کې د یو شمېر رسنیو له مسوولینو، استازو او خبریالانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.
دا ناسته د رسنیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا، د خبریالانو د خوندیتوب د تضمین، او د رسنیز فعالیت پر وړاندې د شته ستونزو د ارزونې او حل په موخه جوړه شوې وه.
په ناسته کې د طلوع نیوز، آریانا نیوز، شمشاد، پژواک، کلید راډیو، د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیې، او یو شمېر نورو رسنیزو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.
په همدې تړاو، یو افغان خبریال آمو نیوز سره په خبرو کې وویل:
«په افغانستان کې خبریالان له سخت فشار، ګواښ او سانسور سره مخ دي. ډېری یې مجبور شول چې هېواد پرېږدي. خو حتا له هېواده بهر هم د ځان او خپل مسلک د خوندیتوب اندېښنه لري. موږ له نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغان خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي.»
ګډونوالو د رسنیزو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو، او د خبریالانو د امنیت د نشتوالي پر موضوعاتو بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د رسنیو ترمنځ منظمي همغږي کولی شي د بیان ازادۍ او د مسلکي کار فضا ته وده ورکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د ۱۳۹۶ کال راهیسې د خبریالانو د خوندیتوب، د رسنیزو حقونو د دفاع، او د تاوتریخوالي پېښو د ثبت او څېړنې په برخه کې فعالیت کوي. دغه کمېټه په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو د ملاتړ شبکې لري او د هغوی د روزنې، حقوقي ملاتړ او رواني مشورې د برابرولو لپاره منظم پروګرامونه پر مخ وړي.
د کمېټې استازو په ناسته کې وویل، دا ډول مشورتي غونډې به دوام ولري، تر څو د خبریالانو د خوندیتوب، د ازادو رسنیو د ملاتړ، او د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره عملي لارې چارې وموندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته، پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي. د ډېرو ازادو رسنیو خپرونې بندې شوې، ښځینه خبریالانې له کاره منع شوې او د سانسور کچه لوړه شوې ده.
