افغان ملي لوبډله نن د ۲۰۲۷ د آسیايي ملتونو جام د ټاکنیزو (مقدماتي) سیالیو په لړ کې د خپل سیال پاکستان پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي. دا لوبه به د ماسپښین په ۲:۰۰ بجې د اسلاماباد په جناح لوبغالي کې د پاکستان په کوربتوب ترسره شي.
د افغانستان لوبډله د ویزې له لنډ ځنډ وروسته تېره شپه اسلاماباد ته ورسېدله، چې د خپل سیال پر وړاندې ولوبېږي. د لوبډلې مسوولین وايي، د سفر له ځنډ سره سره، لوبغاړي چمتو دي چې د پیاوړې سیالۍ له لارې ښه پایله ترلاسه کړي.
افغان لوبډله چې د ایټالوي روزونکي وینچېنزو البرتو انیزه په لارښوونه تمرینونه کړي، د تېرو کلونو د نړيوالو تجربو په رڼا کې تمه لري د پاکستان پر وړاندې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
بلخوا د پاکستان لوبډله چې د نوي ټاکل شوي روزونکي نولبرتو سولانو تر مشرۍ لاندې تمرینونه کړي، هڅه کوي د کورني میدان له امتیازه ګټه واخلي. سولانو، چې د انګلستان د پریمېر لیګ پخوانی نړیوال لوبغاړی دی، ویلي: «دا زموږ لپاره مهمه ورځ ده. لوبغاړو سخت تمرین کړی او زه باور لرم چې د افغانستان پر وړاندې به ښه لوبه وکړو.»
د لوبو شنونکي وایي، دا لوبه د دواړو هېوادونو لپاره یوازې د یو امتیاز سیالي نه، بلکې د ویاړ او باور موضوع هم ده، ځکه دواړه هېوادونه هڅه کوي په آسیايي کچه خپل شتون پیاوړی کړي.
د فډراسیون چارواکو ویلي، د افغان ملي لوبډلې هدف دا دی چې د مقدماتي پړاو له سختو سیالیو وروسته د ۲۰۲۷ آسیا جام ته د لاره پیدا کړي.
د افغانستان د لومړني ترکیب لوبغاړي:
اوېس عزیزي (دروازهساتونکی)، حمید اریزو، محبوب حنیفي، حبیبالله عسکر، امید موسوي، فرید سادات، جبار شرزه، مازیار کوهیار، ذوالفقار نظري، امید پپلزی، شریف محمد (کپتان).
روزونکی: وینچېنزو البرتو انیزه (له ایټالیا).
د پاکستان د لومړني ترکیب لوبغاړي:
صاقب حنیف (دروازهساتونکی)، محمد عمر حیات، عبدالله اقبال (کپتان)، جنید احمد شاه، اتزاز حسین، شایق دوست، محیبالله، سید عبدالله شاه، علي ازیر محمود، طفیل خان، احمد فراز.
روزونکی: نولبرتو سولانو (له برېتانیا).
دا لوبه د دواړو هېوادونو د فوټبال لپاره یو مهم پړاو ګڼل کېږي، ځکه د بریا پایله به د ۲۰۲۷ آسیا جام په ټاکنیزو سیالیو کې د دوی د برخلیک په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.
