کډوالي

سکای نیوز: ایراني پولیس له افغان کډوالو سره د اجباري ایستلو پر مهال وحشیانه چلند کوي

د سکای نیوز په تازه راپور کې ویل شوي چې افغان کډوال د ایران د پولیسو له خوا د اجباري شړلو پر مهال له «وحشیانه» او زور زیاتي ډکو چلندونو سره مخ دي.

راپور زیاتوي، ایران یوازې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي. ډېری له هغوی یې د نیولو، وهل ټکولو او سپکاوي کیسې لري.

روح‌الله محمدي، یو له هغو کډوالو دی چې د ښه ژوند د هیله‌مندۍ په موخه ایران ته تللی و، څو خپلې کورنۍ ته پیسې واستوي. خو هغه وایي چې د ایران پولیسو ونیولو، ویې وهلو او افغانستان ته یې وشړلو.هغه وویل:

«هر څه چې راسره وو ایراني پولیسو واخیستل او بیا یې افغانستان ته راوشړلم. هغوی حتی ووهلم، غوږ یې را زخمي کړ. دا څنګه اسلام دی چې دوی یې عملي کوي؟»

د راپور له مخې، د ایران حکومت د افغان کډوالو د شړلو بهیر خورا چټک کړی، او یوازې په یوه ورځ کې یې ۲۸ زره تنه د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته شړلي دي.

فاطمه، بله افغانه ښځه چې له ایران راستانه شوې، وایي چې د فقر له امله مجبوره شوه خپلې لوڼې ایران ته یوسي. هغې په ژړا سره ویلي: «زما دوه لوڼو له سهاره تر ماښامه کار کولو، خو هېڅکله یې مزدوري ترلاسه نه کړه. ایرانیانو د کار پیسې ورنه‌کړې.»

سکای نیوز لیکي، ډېری هغه افغان ماشومان چې له ایران راګرځېدلي، بې‌سرپرسته دي. هغوی وایي، قاچاقي ایران ته تګ ته اړ شوي او اوس هم د قاچاق وړونکو پورونه ورپورې دي.

طاهر چې یوازې ۱۵ کلن دی، وایي چې د شپږو خویندو، یو ورور او خپلو مور و پلار یوازینی ګټیالی دی.هغه وایي:

«زه تازه ۱۶ ورځې د ایران په توقیف کې وم او ډېر وهل شوی یم. خو اوس هم مجبوره یم چې بېرته ایران ته ولاړ شم، ځکه د کورنۍ مسؤلیت راباندې دروند دی.» هغه زیاتوي: «ما ته خإل وطن افغانستان ډېر ګران دی او تیار یم چې د هغه لپاره خپل ژوند ورکړم، خو که کار نه وي، څنګه به ژوند وکړم؟ زه کورنۍ لرم او هغوی له ما تمه لري. زه باید کار وکړم.»

د بشري حقونو بنسټونه وايي، د ایران د پولیسو له خوا د افغان کډوالو اجباري شړل، وهل ټکول او سپکاوی د نړیوالو انساني اصولو ښکاره سرغړونه ده، خو تر اوسه د ایران حکومت د دغو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.