د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چې د غزې جګړې د اسرائیلو نړیوال دریځ او ملاتړ ته سخت زیان رسولی، او امریکا نه شي کولای دا اغېز له پامه وغورځوي. هغه دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې وکړې، چې اسرائیل د نړیوالې ډیپلوماسۍ په ډګر کې له زیاتې انزوا سره مخ دی.
روبیو وویل: «که څوک دا جګړه برحقه بولي یا نه، یو شی څرګند دی، چې دې جګړې د اسرائیلو پر نړیوال حیثیت ژور اغېز کړی دی.»
هغه دا خبرې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه وکړې چې د اسرائیلو له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره یې د چینل۱۲ مرکې کې ویلي وو: «نتنیاهو په غزه کې ډېر وړاندې تللی او او تر ډېره یې د اسرائیل نړېوالو ملاتړونو ته زیان رسولی. زه به دا ملاتړ بېرته راوګرځوم.»
امریکا تېر دوه کالو کې د اسراییلو اړوند د امنیت شورا پرېکړهلیکونه شپږ ځله ویټو کړي. وروستی ویټو د تېرې میاشتې و، هغه مهال چې یادې شورا غوښتل په غزه کې د “فوري، بېقید او دایمي اوربند” غوښتنه وکړي او د بشري مرستو مخه خلاصه شي. د شورا پاتې ۱۴ غړو دغه پرېکړهلیک تائید کړی و، خو امریکا یې مخالفت وکړ.
له ۱۹۳ غړو هېوادونو جوړې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ څو ځله په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړهلیکونه تصویب کړي. که څه هم د اسامبلۍ پرېکړې اجرایي ځواک نه لري، خو د نړیوال نظر څرګندونه کوي. وروستی پرېکړهلیک چې د سمدستي، بېقید او دايمي اوربند غوښتنه یې کوله، د ۱۴۹ هېوادونو له خوا تایید شو. د امریکا او اسراییل په ګډون یې یوازې ۱۲ هېوادونو مخالفت وکړ او ۱۹ هېوادونه بېطرفه پاتې شول.
په ۲۰۲۳ کال کې اسامبلې د بشري اوربند غوښتنه وکړه چې ۱۲۰ هېوادونو یې ملاتړ وکړ، په ډسمبر ۲۰۲۳ کې ۱۵۳ هېوادونو، او بیا په ډسمبر ۲۰۲۴ کې ۱۵۸ هېوادونو د دايمي اوربند غوښتنه وکړه، چې دا د نړیوالو د زیاتېدونکي مخالفت څرګندونه کوي.
روبیو وویل، د جګړې اوږدېدو له امله اوس ځینې لوېدیځ هېوادونه لکه فرانسه، برتانیه، اسټرالیا او کاناډا، د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو پرېکړه کړې ده. تېر جولای فرانسې او سعودي عربستان د ملګرو ملتونو په ملاتړ یو نړیوال کنفرانس جوړ کړ، او بیا تېره میاشت یو بل کنفرانس ترسره شو، څو د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د دوهدولتي حل لپاره عملي ګامونه وټاکي.
