په هېواد کې د انټرنیټ له بیا نښلولو دوه ورځې وروسته، یو شمېر ښاریان وايي چې لاهم د بانکي حوالو په ترلاسه کولو کې له ننګونو سره مخ دي.
دوی ټینګار کوي چې بانکي سیسټم لا تر اوسه په بشپړ ډول فعال شوی نه دی او جدي ګډوډي دوام لري.
په ورته وخت کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوې سرچینې اعلان وکړ چې د انټرنیټ ۴۸ ساعته بندیدو د دې ادارې فعالیتونو ته لوی زیانونه اړولي دي.
همداراز، د خصوصي پانګونې ځینې سرچینې هم په دې برخه کې د سختو مالي زیانونو شکایت کوي.
له دې سره، طالبانو تر اوسه د انټرنیټ بندیدو د دلیل او د رامینځته شويو زیانونو په اړه یې کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
