د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې که مسکو د ټرمپ په وینا «کاغذي پړانګ» وي، نو پوښتنه دا ده چې خپله ناټو څه ډول ځواک ګڼل کېدای شي.
پوتین دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سوچي ښار په والدای غونډه کې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې روسي ځواکونه د اوکراین پر ټولو محاذونو پرمختګ کوي او د ده په وینا، نږدې ټول ناټو د روسیې پر وړاندې جګړه کوي.
ټرمپ تېره اونۍ خپله لهجه بدله کړه او ویې ویل چې اوکراین کولی شي له روسیې ټول نیول شوي سیمې بېرته واخلي، او مسکو یې «کاغذي پړانګ» وباله. پوتین په ځواب کې وویل: «ښه، که موږ د ټول ناټو پر وړاندې جګړه کوو، پرمختګ لرو او ځان باوري ګڼو، او بیا هم ‘کاغذي پړانګ’ یو، نو خپله ناټو څه ده؟»
پوتین د اروپایي هېوادونو د هغو اندېښنو په اړه هم ټوکې وکړې چې ګنې د روسیې ډرونونه د ناټو هوايي حریم ته ننوتي دي. ده په طنزي ډول وویل: «زه ډاډ درکوم چې په ډنمارک کې دا کار بیا نه کوم. زموږ ډرونونه خو هېڅکله لیسبون ته نشي رسېدلای.»
خو هغه د امریکا له احتمالي پرېکړې په اړه چې ښايي اوکراین ته د تومهاوک توغندیو ورکړه اعلان کړي، جدي خبرداری ورکړ. پوتین وویل: «د تومهاوک کارول د امریکایي پوځیانو مستقیم ګډون ته اړتیا لري. دا به د کړکېچ یو نوی او ډېر خطرناک پړاو وي، په ځانګړي ډول د روسیې او امریکا تر منځ اړیکو کې.»
ناتو، د پوتین په خبره، اوکراین ته وسله، استخبارات او روزنه ورکوي او په ناحقه د روسیې د احتمالي برید په اړه وېره خپروي. هغه وویل: «که څوک غواړي له موږ سره پوځي سیالي وکړي، نو هڅه دې وکړي. د روسیې ځواب به ډېر ژر ورکړل شي.»
پوتین جګړه د روسیې او لوېدیځو اړیکو لپاره تاریخي پړاو وبللو.
لوېدیځ مشران بیا د اوکراین جګړه د روسیې د ځمکنۍ پراختیا هڅه ګڼي او وایي چې که روسیه ماته نه شي، پوتین به د ناټو پر یوه غړي هېواد د برید خطر رامنځته کړي.
پوتین وویل: «زه یوازې وایم، آرام اوسئ، په سکون ویده شئ او د خپلو ستونزو فکر وکړئ. وګورئ چې په اروپایي ښارونو کې څه روان دي.»
هغه ادعا وکړه چې د اوکراین پوځ له شدید بشري کمښت سره مخ دی او ځینې سرتېري یې تېښته کوي، خو روسیه کافي ځواک لري. د پوتین په وینا، روسي ځواکونه اوس مهال د لوګانسک ټول ولایت، د دونېڅک شاوخوا ۸۱ سلنه، د زاپوریژیا او خېرسون شاوخوا ۷۵ سلنه سیمې په ولکه کې لري.
