د بښنې نړیوال سازمان د سهشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو لخوا د انټرنېټ عمومي بندېدل وغندل او دا یې «غیرمسؤلانه اقدام» وبللو، چې د هېواد بشري کړکېچ نور هم ژوروي او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا سیمهییز رئیسې سمریتي سینګ، ویلي دي: «د طالبانو له لوري د انټرنېټ عمومي پرېکون یو غیرمسؤلانه کار دی چې پر بشري مرستو، د روغتیايي او نورو حیاتي خدمتونو پر لاسرسي پراخې منفي پایلې لري، په داسې حال کې چې افغانستان له ګڼو بشري ناورینونو سره مخ دی چې نږدې نیمايي وګړي یې اغېزمن کړي دي.»
نوموړې زیاته کړې چې اړیکې او معلوماتو ته لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري، خو د طالبانو پرېکړه د ازاد جریان مخه نوره هم ډب کوي، څو نړۍ له روانو سرغړونو څخه ناخبره پاتې شي.
سمریتي خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ بندېدل تر ټولو ډېر، د افغان ښځو او نجونو ژوند اغېزمنوي؛ هغه نجونې چې لا هم له لومړنیو زدهکړو څخه پورته د زدهکړو حق نه لري او ډېری یې یوازې د انلاین زدهکړو له لارې خپلو درسونو ته دوام ورکوي. هغې ټینګار وکړ: «دغه بندیز د دوی د زدهکړو توانایي ګډوډوي او دا کار په هېڅ وجه د توجیه وړ نه دی.»
طالبانو د سپتمبر له ۲۹مې نېټې راهیسې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ خدمتونه بند کړي او دلیل یې «د غیراخلاقي کړنو مخنیوی» او «له انټرنېټ ناوړه استفاده» یاد کړی دی.
د څار بنسټ نت بلاکس هم تایید کړې چې د افغانستان د انټرنېټ کارونه نږدې په بشپړه توګه درېدلې او راپور یې ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د انلاین فعالیت کچه د عادي حالت تر یو سلنې کمه شوې ده.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د انټرنېټ شتون د ورځني ژوند ـ په ګډون د سوداګریزو معاملو، بشردوستانه فعالیتونو، رسمي اړیکو او زدهکړو ـ لپاره حیاتي دی، او له طالبانو یې غوښتي چې دغه خدمتونه ژر تر ژره او په بشپړه توګه بېرته فعال کړي.
