د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۸ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو له لوري په ټول هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو بشپړ بندول، له سختو غبرګونونو او جدي نیوکو سره مخ شوې ده.

یو شمېر د طالبانو دا پرېکړه «ویجاړوونکې او ټکان ورکوونکې» بولي او یو شمېر نور بیا د شعرونو په ویلو او د افغانستان د نقشې د انځورونو په خپرولو سره چې پر هغې د «افلاین او انټرنېټ پرېکون» نښه ایښودل شوې، د دې پرېکړې پر وړاندې خپل کلک اعتراض ښودلی دی. له دې سربېره، یو شمېر افغان کډوالو هم آمو ته ویلي، چې له پرون راهیسې په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره د دوی اړیکې په بشپړه توګه پرې شوې دي او خبرداری ورکوي چې د دې حالت دوام په شدیده توګه «ویجاړوونکی او اندېښمنوونکی» دی.